افغانستان

نن د پخواني افغان ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو ۲۶م تلین دی

آسواکانیوز (سه شنبه/۵ تله /۱۴۰۱): د نن څخه ۲۶ کاله وړاندې د تلې د میاشتې په ۵ مه نېټه کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره ووژل شو.

د ډاکتر نجیب کورنۍ د هغه د ۲۶ م تلین په مناسبت په پکتیا ولایت کې د هغه پلرنۍ ځمکه یوه ښوونځي ته وقف کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو د هغه په یاد د هغه ځینې خاطرې او عکسونه خپاره کړي دي. همدا ډول د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ چې د پاکستان د پارلمان غړی هم دی، په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ( نن د افغانستان ملی قهرمان او پخوانی ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله شپږویشتم تلین دی، ډاکټر صاحب په رښتیا سر ورکړو خو طالبانو او د هغوئ بادارانو ته یې سنګر نه پریښودو، نن یو ځل بیا د ډاکټر صاحب غوندې په مړانه دامن او آزادئ په لاره تګ ملی ضرورت دې.)

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button