افغانستان

هند د افغانستان په اړه غونډه جوړوي!

Picture: futuredirections

آسواکا ( یکشنبه/۲۵ تله/۱۴۰۰): هند کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه چې کوربتوب به یې د هند د ملي امنیت شورا په غاړه لري او مشري به یې ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال په مشرۍ جوړېږي، د پاکستان، روسیې، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د هندي چارواکو په وینا، په کنفرانس کې به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو، امنیتي وضعیت او همدا ډول د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایتولو پر اړتیا خبرې وشي.

تردې دمه دا معلومه نه ده چې کوم هېوادونه به په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

دا کنفرانس راتلونکې میاشت جوړېږي، ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ د روسیې په بلنه په مسکو کې هم د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ شي.

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button