افغانستانهنر او کلتور

پوټزل: د نجونو زده‌کړو د مخنيوي تصميم د هیبت‌الله لخوا نيول شوی

آسواکانیوز (چهار شنبه/۶ تله /۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال مارکس پوټزل په نيويارک کې د دې سازمان د امنيت شورا ناسته کې وويل، چې له شپږمو ټولګيو پورته ښوونځيو ته د افغان نجونو د نه پرېښودو او د افغان ښځو د حقونو محدوديت تصميم د ملا هبت‌الله اخوندزاده لخوا نيول شوی او هغه ته نږدې سخت دريځه کسان له دې تصميمه دفاع کوي.

پوټزل زياته کړه، د دې ډلې ځيني غړي که له ياد تصميم سره مخالفت هم لري، نه شي کولای او يا هم نه غواړي دغه لوري ته بدلون ورکړي.

پرون ورځ د ط البانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي په کابل کې وويل، چې ژر تر ژره دې د تعليم زمينه برابره او د ښوونځينو دروازې دې له توپیره پرته د ټولو پر مخ پرانيستل شي.

مګر د ط البانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف وزیر بیا په خپلو خبرو کې پرون ورځ وویل، دنیوي تعلیم مباح او د خپل امیر امر منل واجب دی.

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button