اقتصادی

ننګرهار کې د مېرمنو اقتصادي پیاوړتيا په موخه يو ورځنی کنفرانس تر سره شو

د ننګرهار ولایت ښځو چارو ریاست له لوري د ښځو اقتصادي پياوړتيا په موخه يو ورځنی ملي کنفرانس تر سره شو، چې په کې سوداګرو او کسبګرو مېرمنو، د يو شمېر موسسو مسئولينو او نورو ګډون کړی و.

د ياد کنفرانس پر مهال د مېرمنو په لاس جوړ شويو توليداتو ته د بازار موندنې، د دوی اقتصادي پياوړتيا، حرفوي زده کړو او په اړونده برخه کې په نورو موضوعاتو بحثونه وشول.

د ښځو چارو رئیسه فتانه عزيز وايي چې له دې کنفرانس څخه موخه د مېرمنو توليداتو ته د بازار موندل او اقتصادي پياوړتيا ده، چې په دې برخه کې به عملاً پرمختګونه رامنځته شي.

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button