افغانستانسپورټي

راشد خان؛ په تېرو درې کلونو کې تر ټولو لوبغاړو زیاتې لوبې ترسره کړې دي

آسواکانیوز(یک‌شنبه/۲۷سنبله/۱۴۰۱): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی راشد خان په تېرو درې کلونو کې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې شل اوريزې لوبې کړې دي.

راشد خان له ۲۰۱۹ کال راهيسې د کرېکټ په سوداګريزو ليګونو کې ۱۸۰ شل اوريزې لوبې ترسره کړي، چې په دې سره يې د نړۍ ترټولو بوخت لوبغاړي ريکارډ خپل کړی دی.
د اي اس پي ان کرېک اېنفو د خپاره شوي نوملړ له مخې راشد خان د ۲۰۱۹ کال د جولای ۱۴مې نېټې راوروسته تر دې دمه د نړۍ په بېلابېلو سترو ليګونو کې په ۱۸۰ لوبو کې برخه اخيستې ده.
په دې نوملړ کې، الېکس هېل، نېکولاس پوران، کرېس جورډن او جېمز وېنس په ترتيب سره دويم، درېيم، څلورم او پنځم ځايونه نیولي دي.

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button