سپورټي

د کرکټ نړیوالې شورا نوي قوانین اعلان کړل

آسواکانیوز(سه شنبه/۲۹سنبله/۱۴۰۱): کرکټ نړیوالې شورا د لوبې په قوانینو کې د بدلون اعلان کړی، د کرکټ په لوبو کې به یاد بدلونونه د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه عمل شي.

د کرکټ نړیوالې شورا د نویو قوانینو له مخې بالر نه شي کولی په بال باندې توکې ( لاړې ) واچوي، تر دې مخکې د کرونا ویروس له امله پر توپ توږل موقتي بندیز لګول شوی و.

همدا ډول، نوی توپ وهونکی باید په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې په 2 دقیقو کې ځان تیار کړي، چې پخوا دا وخت ۳دقیقې و. مګر په ۲۰ اوریزو لوبو کې د ۹۰ ثانیو موجوده وخت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د نویو قوانینو له مخې، امپائر کولای شي د توپ وهنې پر مهال د توپ کوونکي له خوا په قصدي ډول غیر عادلانه عمل ترسره کړي، نو امپائر کولای شي چې د توپوهنې لوبډلې ته د ډیډ بال ویلو ترڅنګ ۵ منډې زیاتې کړي.

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button