سپورټي

افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو او ملي لوبډلې د راتلونکو لوبو لپاره اعلان کړې.

آسواکا نیوز(۱۷/کب/۱۴۰۱): کرکټ بورډ په ځانگړي ډول ټاکوونکې کومېټې نن دوې لوبډلې اعلان کړې چې یوه یې ۲۱ کسیزه نولس کلنه او بله یې ۲۳ کسیزه ملي لوبډله ده.

افغان نولس کلنه لوبډله داسې مهال اعلانېږي چې تازه به د بنگله دېش او سریلانکا نولس کلنو لوبډلو سره به درۍ اړخیز سریز ترسره کوي.

د نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې کپتاني به نومان شاه او مرستیالی به یې کامران هوتک وکړي.
بلخوا افغان کرکټ ملي لوبډله چې تازه دغه ۲۳ کسیزه لنډ مهالي لوبډله اعلان شوي.

کرکټ بورډ وایي، چې له کمپ وروسته به له دغو ۲۳ لوبغاړو څخه به ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي، چې د لومړي ځل لپاره به په یوه اوږده شل اوریزه لوبلړۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې به را څرگنده شي.

Shafiqullah Mashaal

شفیق الله مشال د آسواکا خبري آژانس د پښتو څانګې اېډیټر او د سوېل ختیځې حوزې څخه راپور ورکوونکی

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button