تکنالوژی

د ګوګل او امازون کارمندانو له اسراییلو سره د تړون لغوه کولو غوښتنه کړې ده!

عکس:Geo News

آسواکا ( پنجشنبه/۲۲ تله/۱۴۰۰): د متحده ایالاتو ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل او امازون، د آنلاین سوداګرۍ مخکښ ویب پاڼې کارمندانو له اسراییل سره د تړون لغوه کولو غوښتنه کړې.

د متحده ایالاتو ویب پاڼو ( امازون او ګوګل ) له ۴۰۰ څخه ډیر کارمندانو، په یوه بریتانوي ورځپاڼې کې خپاره شوي ګډ لیک کې، له خپلو شرکتونو غوښتنه کړې چې د اسراییلو اردو او اسراییلي حکومت سره شوې هوکړه لغوه کړي.

داسې انګیرل کیږي چې دوه شرکتونو سږکال د اسراییل حکومت او اسراییلي اردو سره یو تړون لاسلیک کړی ترڅو د یو ملیارد او ۲۰ میلیونه ډالرو څخه ډیر ارزښت لرونکي خدمات وړاندې کړي.

په لیک کې ویل شوي چې موافقه د مۍ په میاشت کې په داسې وخت کې شوې کله چې په غزه د اسراییلي الوتکو په برید کې د ۶۰ ماشومانو په ګډون ۲۵۰ کسان وژل شوي وو.

کارمندان وايي زموږ د شرکتونو لخوا چمتو شوي خدمات به د اسراییلي اردو او حکومت لخوا د فلسطینیانو پروړاندې سیستماتیک تبعیض او د دوی له کورونو څخه د دوی ایستلو ظالمانه پروسه پیاوړې کړي.

دا باید په پام کې ونیول شي چې د دواړو شرکتونو کارمندانو لخوا لیکل شوي لیک د دوی نومونه ندي افشا کړي.

د متحده ایالاتو ویب پاڼو په وینا، د امازون او ګوګل لخوا لیک ته هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button