نړئ

جنوبي وزيرستان کې د عملیاتو پر مهال اته وسله وال او دوه ماشومان وژل شوي.

آسواکا نیوز (۲۵/کب/۱۴۰۱): د افغانستان پولې ته نږدې د خېبر پښتونخوا په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لوري ترسره شوو عملياتو کې اته وسله وال وژل شوي دي.

 د ايي ايس پي ار په وينا،، چې د جنوبي وزيرستان په زنګړه سيمه کې پر وسله والو باندې د پاکستان   امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.

 ايي ايس پي ار ويلي دي،  د امنيتي ځواکونو او وسله وال په نښته کې اته وسله وال وژل شوي او دوه پاکستاني پوځیان هم ټپیان دي د دغه نښتې له امله دوه ماشومان هم  وژل   شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تيره ورځ  ځايي خلکو دعوه کړې وه، چې په جنوبي وزيرستان کې يوه ډرون حمله ترسره شوې ده، چې پکې دوه ماشومان ژوبل شوي وو، او وروسته يې دواړو د ټاپونو له امله ساه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې وسله وال بریدونه زیات شوي، چې پرمهال یې په زیاته کچه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.


Shafiqullah Mashaal

شفیق الله مشال د آسواکا خبري آژانس د پښتو څانګې اېډیټر او د سوېل ختیځې حوزې څخه راپور ورکوونکی

اړوند مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

Back to top button